۰

ناټو وايي هلمند او کندوز به سقوط ونه کړي

سه شنبه ۲ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۸
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، په هلمند او کندوز کې له طالبانو سره سختې جګړې روانې دي، خو په وینا یې دغه ولایتونه به سقوط ونه کړي.
ناټو وايي هلمند او کندوز به سقوط ونه کړي
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، په هلمند او کندوز کې له طالبانو سره سختې جګړې روانې دي، خو په وینا یې دغه ولایتونه به سقوط ونه کړي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د یاد ماموریت ویاند چارلز کلیفلینډ ویلي، چې افغان ځواکونو د تیرکال په پرتله خپلې محاربوي وړتیاوي ډیرې کړي دي.
د امریکا د پوځ او د ناتو د قاطع ماموریت ویاند د طالبانو د وړتیاو په هکله وویل، چې طالب وسله وال پوځي وړتیاوې لري خو دا ډله داسې هم نه ده نه شي ماتیدلی.
هغه زیاته کړې چې طالبان تلفات لري، د مشرتابه له مسایلو سره مخ دي او هم مالي ستونزې لري
په ورته وخت کې نوموړي په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې له عملیاتو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د څو مشرانو او قوماندانانو په ګډون په سلګونو غړي يې وژل شوي او افغان ځواکونو ګڼې سیمې له داعش نه پاکې کړې دي.
او د دې سربیره طالبان لا هم د دغې ډلې څخه جلا شویو ډلو د ستونزو سره مخ دي.
جنرال ویلي«هغه څه چې مونږ یې وینو ممکن تاسې به خبر یاست چې ملا منصور د طالبانو مالي مشر و او هغه د نشه يې توکو په کاروبار کې لاس درلود، هغه څه چې مونږ پرې باور لرو دا دي چې په اوس وخت کې طالبان له مالي ستونزو سره مخ دي."
په ورته وخت کې نوموړي په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې له عملیاتو هم یادونه وکړه او ویې ویل، چې په دغو عملیاتو کې د دغې ډلې د څو مشرانو او قوماندانانو په ګډون په سلګونو غړي يې وژل شوي او افغان ځواکونو ګڼې سیمې له داعش نه پاکې کړې دي.
ده د کندوز او هلمند د جګړو په اړه وویل، چې طالبانو په هلمند کې د خلکو د ګڼې ګوڼې کومه سیمه او یا له سترایژیکي پلوه مهمه سیمه نه ده نیولې.
جنرال وویل چې لا هم نورې جګړې په مخ کې شته او طالبان به په هلمند او کندز کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د نیولو هڅې وکړي، خو افغان ځواکونه به هم ددغو دواړو ولایتونو څخه دفاع وکړي.
هغه وویل د هوایي ملاتړ په برخه کې افغان ځواکونه په مخ کې دي او امریکایي ځواکونه په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین