۰

په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ افغان پوځیان او ۵۹ مخالفین وژل شوي

يکشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو او نښتو پر مهال ۹۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ افغان پوځیان او ۵۹ مخالفین وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو او نښتو پر مهال ۹۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې ده.
د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار، غزني، کندهار، زابل، غور، بادغيس، تخار، بغلان، کندز او هلمند ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې عملیات تر سره کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۵۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او دغه راز ۳۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې جګړو کې ۱۳ افغان پوځیان هم وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دفاع وزارت وايي یوازې د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین