پاکستاني چارواکي وايي، د چمن سپین بولدک بندر د خلاصېدو په اړه د افغان او پاکستاني پلاوي ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لوري په خبره شوې خبرپانه کې راغلي، چې په دې اړه خبرې د افغانستان په خوښه پیل شوې وې، خو به وینا یادو خبرو کومه نتیجه ورنه کړه او بې پایلې پای ته ورسېدې.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د سپین بولدک اوسېدونکو دغه بندر ته څېرمه لاریون وکړ او د پاکستان بیرغ ته یې اور ورته کړ.
د دې په غبرګون کې پاکستاني ځواکونو د چمن- بولدک لاره وتړله چې له امله یې عام خلک او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
جمهورآژانس:کابل