۰

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی

يکشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۰
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی مرستیال راشد خالقوف کړې دي.
نوموړی د بشري وضعیت د ارزونې لپاره کابل ته راغلی او په ځانګړې توګه یې له کورنیو بې ځایه شویو کډوالو سره د چټکو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، په دې هېواد کې کابو ۶ نیم میلیونه وګړي په یو نه یو ډول له جګړې زیانمن شوي په وینا یې یوازې په روان ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له امله کابو دوه لکه کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مرستیال راشد خالقوف وایي، د افغانستان درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دا حالت هر کال پسې دوام کوي.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې سږ کال تر دې دمه ۵۱۶۶ کسان په روانه جګړه کې وژل شوي چې درېیمه برخه ماشومان دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین