۰

له طالبانو جلا شوې ډلې ملاعبدالروف عارف خپل نوي مشر ټاکلی

يکشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۲
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې ملا عبدالروف عارف د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
له طالبانو جلا شوې ډلې ملاعبدالروف عارف خپل نوي مشر ټاکلی
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې ملا عبدالروف عارف د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو بېلې شوې ډلې دغه ګام وروسته له هغې اخیستی، چې له څه مودې راهیسې د مخکنی مشر ملا محمد رسول د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه لري.
د دغه ډلې یو تن ویاند ملا عبدالرحمن نیازي ویلي، چې د دوی ۱۳ کسیزې شورا ملا عبدالرووف عارف د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
ملا نيازي زیاته کړې، چې د دوى نوی مشر ملا عبدالرووف د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
د هغه په وینا ملا عبدالرووف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزارت د مرستيال او د خوست د والي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي ویلي، چې پخوانی مشر ملا محمد رسول اخند له ډېرې مودې راهیسې نادرکه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي، ملا محمد رسول څه وخت مخکې په داسې حال کې چې پاکستان ته غوښتل شوی و، د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
پخواني طالب چارواکي ملا معتصم اغا جان هم ویلي و چې ملا رسول د پاکستان له لوري نیول شوی دی او ملا عبدالمنان نیازی د نوموړي پر ځای د خپلې ډلې مشري کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین