۰

افغانستان کې تر امریکايي سرتېرو د هغوی قرادادیان ډېر دي

شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۵
د امریکا د کانګرېس په یوه نوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په پرتله د امریکا د دفاع وزارت قراردادیان ډېر دي.
افغانستان کې تر امریکايي سرتېرو د هغوی قرادادیان ډېر دي
د امریکا د کانګرېس په یوه نوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په پرتله د امریکا د دفاع وزارت قراردادیان ډېر دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د امریکا د کانګرېس د تحقیقاتي خداماتو بنسټ په یوه نوې خپاره شوي راپور کې راغلی ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د ٢٠١٦ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د غیر پوځي قراردادیانو شمېر نږدې ۲۹ زره تنه ثبت شوی و، په داسې حال کې چې دغه وخت په افغانستان کې د ټولو مېشتو امریکایي سرتېرو شمیر د نهو زرو په شاوخوا و.
د راپور د څېړنو پر بنسټ د یادو قراردادیانو دویمه برخه یې غیر امریکايي وګړي دي چې په نورو هېوادونو پورې اړه لري.
راپور وايي، یاد کسان له امریکايي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو لکه د ژباړې، تدارکاتو، ساتنې او څارنې او نورو برخو کې کار کوي.
په دې راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې په افغانستان کې ۸۸ زره امریکایي سرتېري مېشت وو او د قراردادیانو شمېر ۱۱۷ زره تنه و چې له هغې ډلې شاوخوا ٢٣ سلنه یې پر امنیتي دندو گومارل شوي وو.
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د امریکا د دفاع وزارت په عراق او افغانستان کې په ټولیزه توگه ۲۲۰ میلیارډ ډالر پر دغو کارکوونکو او قرار دادیانو لګولي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین