۰

د تخار امنیه قوماندان له چاودنې روغ و وت

شنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۶
د تخار ولایت امنیه قوماندان له یوې بمي چاودنې روغ وتلی خو پنځو تنو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنیه قوماندان له چاودنې روغ و وت
د تخار ولایت امنیه قوماندان له یوې بمي چاودنې روغ وتلی خو پنځو تنو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له دغه پېښه نن په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، امنیه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکیمي درقد ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې پرې د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې خپله امنیه قوماندان له چاودنې روغ وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی او د سکرتر په ګډون یې څلور ساتونکي ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:تخار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین