۰
نېکولسن:

له تېرو دوو اونیو راهیسې تر ۳۰۰ داعشیان وژل شوي

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکولسن وايي، له افغان ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې له تېرو دوو انیو راهیسې شاوخوا ۳۰۰ داعش جنګیالي وژلي دي.
له تېرو دوو اونیو راهیسې تر ۳۰۰ داعشیان وژل شوي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکولسن وايي، له افغان ځواکونو سره یې په ګډو عملیاتو کې له تېرو دوو انیو راهیسې شاوخوا ۳۰۰ داعش جنګیالي وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ د هند په ډیلي کې خبریالانو ته کړې دي.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې ۲۵ سلنه غړي له منځه وړل شوي، همدومره نور له جګړې په شا شوي او پاتې نیمايي په دې هڅه کې دي، چې نورو سیمو ته ولاړ شي.
وړاندې ویل شوي وو، چې افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ داعشیان جګړه کوي، خو نېکولسن ویلي، چې دا شمېره اوس د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ په شاوخوا کې ده.
باید وویل شي، چې تېره ورځ د ناټو ویاند هم ویلي و، چې د داعش ډلې زور په افغانستان کې اوبه شوی او دا ډله په تېښته کې ده.
هغه ویلي و چې د داعش له ننګرهار نه په تېښته کې دی او هڅه کوي، چې کنړ ولایت کې ځای پر ځای شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین