۰

محمودخان اڅکزی وايي د پاکستان استخباراتي ادارې ناکامې دي

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۷
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د ملي اسمبلې غړی محمود خان اڅکزی وایي، د کوټې د ملکي روغتون په پېښه کې د هند د استخباراتي ادارې ملامتول د ولس تېر ایستنه ده.
محمودخان اڅکزی وايي د پاکستان استخباراتي ادارې ناکامې دي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د ملي اسمبلې غړی محمود خان اڅکزی وایي، د کوټې د ملکي روغتون په پېښه کې د هند د استخباراتي ادارې ملامتول د ولس تېر ایستنه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې محمود خان د کوټې په روغتون کې شوی برید په کلکو ټکو وغانده او د دې کار په مخینوي کې یې د پاکستان استخباراتي ادارې ناکامې و وبللې.
هغه د پارلمان غړو ته د وینا پر مهال وویل«په دغه پېښه کې د هند د استخباراتي ادارې «را» ملامتول هسې نشه خبره او د خلکو تېرایستل دي، چې نو په خلکو تاثیر نه کوي، اصلي کې ستونزه پخپله د پاکستان په استخباراتي ادارو کې ده او د دغو ادارو د ناکامۍ له وجې دا پېښه رامنځته شوې ده.»
ښاغلي اڅکزي دا څرګندونې یوه

ورځ وروسته له هغه وکړې چې د بلوچستان سر وزیر ثناءالله زهري د کوېټې په ملکي روغتون کې شوې چاودنې پسې څو ساعته وروسته و ویل چې په حمله کې د هند د استخباراتي ادارې «را» لاس دی.
خو محمود خان اڅکزي دا هسې خبرې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې استخباراتي ادارې دې د کوېټې د غمیزې تر شا د اصلي مجرمانو مخونه لوڅ کړي.
ښاغلي اڅکزي نوموړي وړاندیز وکړ چې د ملي اسامبلې ګډه غونډه دې را وبلل شي چې د هغو ننګونو په هکله بحث وکړي چې ملک ورسره په داخلي او خارجي جبهو کې مخامخ دی.
هغه دا هم وویل، چې لومړی وزیر نواز شریف دې استخباراتي او امنیتي ادارې توظیف کړي چې د کوېټې د چاودنې څېړنه وکړي.
محمود خان اڅکزي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې تر ده یوه ورځ وړاندې د جنوبي پښتونخوا مشهور دیني عامل او د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېزاني د کوټې د پېښې په اړه ویلي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې نور خلکو ته دروغ ونه وايي.
ښاغلي شېراني زیاته کړې وه،له خلکو بې وقوفان مه جوړوۍ، او مه خلکو ته دروغ وایۍ دښمن زموږ په کور کې د ننه دی، له ښو او بدو طالبانو څخه مطلب څه دی؟ وسله وال تنظیمونه د چا دي؟‌ آیا دا اجرتي قاتلان نه دي؟‌»‌
باید وویل شي، چې د بلوچستان ایالت د کوټې په سېول روغتون کې ځانمرګی تر ۷۰ زیات کسان و وژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین