۰

ناټو وايي داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې

چهارشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۶
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند برید جنرال چارلېس کلیویلنډ وایي، افغانستان کې د داعش ډلې زور اوبه شوی او دغه ډله سخته ځپل شوې ده.
ناټو وايي داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند برید جنرال چارلېس کلیویلنډ وایي، افغانستان کې د داعش ډلې زور اوبه شوی او دغه ډله سخته ځپل شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاتوي، چې داعش اوس د خپلو فعالتیونو د زیاتولو پر ځای د ځان ساتلو په هڅه کې دي.
ده ویلي چې داعش ډری فعالیتونه په ننګرهار کې لري، چې جنګیالي یې تر ډېره د ډېورنډ پولې پورې غاړې اوسېدونکي دي.
هغه دا هم وايي، په ننګرهار کې تر ځپلو وروسته داعش وسله وال هڅه کوي، ځان کنړ ولایت ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه په کونړ کې د داعش غړي لږ دي، يواځې تر تبليغه پورې محدود دي او د فعاليتونو ترسره کولو توان نه لري.
د جنرال کلیویلنډ په وینا په لومړي سر کې د داعش شمېر شاوخوا تر درې زره پورې و، خو اوس يو نيم زرو ته راټيټ شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین