۰

د ولسي جرګې د غړي، عبدالستار خواصي پر کور برید شوی

سه شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
سمه ییز امنيتي چارواکي وايي، په ولسي جرګې کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى دی.
د ولسي جرګې د غړي، عبدالستار خواصي پر کور برید شوی
سمه ییز امنيتي چارواکي وايي، په ولسي جرګې کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د خواصي پر کور تېرشپه په خپل پلرني کلي کې برید شوی، خو مرګ ژوبله نه لري.
د پروان د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حسين شاه مقصودي وايي، خواصي تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د مرکز اړوند خپل کلي اشتر شهر ته د تفريح په موخه تللی و او تېره شپه شاوخوا اووه نيمې بجې يې پر کور وسله وال بريد وشو.
د هغه په وینا بريد د دولت وسله والو مخالفينو کړى و، چې د خواصي ساتونکو ورسره مقاومت کړى او وروسته امنيتي ځواکونه هم سیمې ته ور ورسېدل.
نوموړي زیاته کړه، چې د شپې تر دولس نیمو بجو يې له بريدګرو سره جګړه وکړه، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خپله عبدالستار خواصي هم ياده پېښه تاييده کړه او زياته يې کړه چې ياد بريد د هغو کسانو له لوري شوی چې له بهرنيو وسله والو سره لاس لري.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین