۰

د خراسان له پاره د داعش مشر په ننګرهار کې وژل شوی

سه شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۵
د افغان پوځ چارواکي وایي، د خراسان له پاره د داعش وسله والې ډلې مشر حافظ محمد سعید په ننګرهار ولایت کې وژل شوی.
د خراسان له پاره د داعش مشر په ننګرهار کې وژل شوی
د افغان پوځ چارواکي وایي، د خراسان له پاره د داعش وسله والې ډلې مشر حافظ محمد سعید په ننګرهار ولایت کې وژل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جنرال زمان وزیر تېره ورځ په اچین کې خبریالانو ته وویل چې د خراسان له پاره د داعش مشر وژل شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې حافظ محمد سعید د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال له ۳۰ تنو ملګرو سره وژل شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري هم وایي، چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د حافظ محمد سعید د وژل کېدو خبر او اسناد وړاندې کړي، خو په وینا یې دفاع وزارت به تر پلټنو وروسته خپل دریځ اعلان کړي.
حافظ محمد سعید چې د پاکستان په قبایلي اورکزو قوم پورې تړلي او د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړی و.
هغه د افغانستان په ختیځ کې د داعش له راپیدا کېدو سره د پاکستاني طالبانو له ډلې جلا او د خراسان د سیمي لپاره یې ځان د داعش مشر وباله.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین