پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د افغانستان او پاکستان د خلکو درد یو دی او دواړه د ترهګرۍ او ترهګرو له ناوړه او ځورونکو فعالیتونو ستړي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې نننی برید غندلی او ویلي یې دي ترهګر په لوی لاس غواړي پښتون وژنې او افغان وژنې ته ادامه ورکړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي یاد برید په سختو ټکو غندلی، هغه یې د ټولو بشري او اسلامي موازینو خلاف عمل بللی دی.
نوموړي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې رښتینی شي او ترهګرو ته دې په خپله خاوره کې پټنځایونه نه ورکوي.
ښاغلي کرزي د پېښې ټپیانو ته یې عاجله شفا، شهیدان ته یې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر استدعا کړې ده.
جمهورآژانس:کابل