۰

ننګرهار کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

سه شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۷
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ناټو ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګی برید شوی
چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د ناټو ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید تېره ورځ مازیګر مهال شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د اخندزاده صاحب په سیمه کې په رنګ روډ شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ځانمرګي برید کوونکي سراچه موټر په وسیله د ناټو ځواکونو پر کاروان برید کړی.
نوموړي وویل، چې په برید کې یوازې ځانمرګی برید کوونکی وژل شوی او د ناټو ځواکونو یو موټر زیانمن شوی دی.
په ورته وخت کې ناټو ځواکونو ویلي، چې په دې برید کې یې دوه سرتېري سرسري ټپیان شوي دي.
د برید مسؤولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او طالب ویاند مجاهد ویلي، په برید کې شپږ بهرني سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې دغه برید پر داسې مهال شوی، چې تېره ورځ په لوګر کې پولیسو دوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې په ډزو وژلي و.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین