۰

غزني کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۰
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
غزني کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په بختیار کلي کې رامنځ ته شوې.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چاودنه د ولسي وګړو په زرنج موټر سایکل چې د یوې کورنۍ غړي په کې سپاره و، شوې ده.
د هغه په وینا په دې چاودنه کې د یادې کورنۍ شپږ غړي، چې دوه یې ماشومانو، درې مېرمنې او یو یې هم نارینه دی، وژل شوي.
د غزني د امنیه قوماندان په خبره ماین د دولت وسله والو مخالینو ځای پر ځای کړی و، چې ولسي وګړي یې ښکار شول.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ورته پېښې له امله د یوې کورنۍ څو تنه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین