۰

ناټو وايي، افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۰
د ناټو د روزنې ماموریت چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړی او د دښمن ډېر پلانونه او بریدونه یې شنډ کړي دي.
ناټو وايي، افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی
د ناټو د روزنې ماموریت چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړی او د دښمن ډېر پلانونه او بریدونه یې شنډ کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد ماموریت ویاند او د سویډن د پوځ ډګروان پار داکاریاژن کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغان ځواکونه له روزنې او زده کړو سره ډېره لېوالتيا لری، چې له کبله یې د تېر کال په پرتله په جګړه ييز موسم کې ښې لاسته راوړنې لري او د دښمن ډېر پلانونه او بريدونه يې شنډ کړي دي.
نوموړى زياتوي تېر کال افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې و، خو سږ کال يې د جګړې موسم له يرغليز حالت سره پيل کړى دى.
ده دا هم ویلي، چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې هم د تېر کال په پرتله د پام وړ ښه والى او بدلون راغلى دى.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم ناټو ویلي و، چې د افغان ځواکونو وړتیاو په افغانستان کې مېشت د بهرنیو ځواکونو قوماندانان حیران کړي دی.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین