۰

امریکا، افغانستان کې د داعش ځپلو له پاره ګڼ سرتېري پرېږدي

شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۷
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو له پاره به خپل ګڼ شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.
امریکا، افغانستان کې د داعش ځپلو له پاره ګڼ سرتېري پرېږدي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو له پاره به خپل ګڼ شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اوباما دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت کې له یو شمېر جګپوړو امنیتي چارواکو سره په یوه فوق العاده غونډه کې کړې.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وايي په دې ناسته کې له داعش سره د امریکا روانه مبارزه هم و ارزول شوه او اوباما وویل، چې داعش هغه وخت ډېره وځپل شو، چې د دې ډلې یو لوړ پوړی غړي عمر خلیفه و وژل شو.
اوباما وايي، بېلابېلې لارې لټوي او هر چېرې چې د داعش ډلې له خوا ګواښ وويني نو هغه له منځه وړي.
د هغه په وینا. اوسمهال داعش ډلې لوى امنيتي ګواښونه رامنځته كړي او امريكا د دغه ډلې د ځپلو په موخه هر چېرې عمليات ترسره كوي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین