۰

لوګر کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه لوېدلې

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۰۲
سیمه ییز چارواکي وایي، په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې،چې څو تنه په کې وژل شوي او ځینې یې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
لوګر کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه لوېدلې
سیمه ییز چارواکي وایي، په لوګر ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې،چې څو تنه په کې وژل شوي او ځینې یې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښ نن له غرمې وروسته د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي سليم صالح وايي، د ازرې ولسوالۍ د کټې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه لوېدلې ده خو د ازرې ولسوال حميدالله حميد ویلي، د بهرنيو ځواکونو يو چورلکې په اوبختي سيمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د والي ویاند صالح زیاتوی، چې په دې چورلکه کې څو تنه بهرنيان وو چې ډيرې يې وژل شوي هم دي.
خو ولسوال وایي، تر ناستې وروسته چورلکې اور اخيستى او طالبان سيمې ته رسېدلي دي.
د هغه په وینا په دې چورلکه کې شپږ تنه خارجيان وو چې طالبانو دغه کسان نا معلوم لوري ته وړي دي.
د ولسوال په وينا، د بهرنيانو هويت تر اوسه نه دى څرګند شوى خو ځينو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي په الوتکه کې سپاره کسان پاکستانیان وي.
د لوګر د ولایتي شورا غړي ډاکټرعبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي، چې دغه هليکوپټره د پاکستان اړوند وه او شپږ تنه عمله یې د طالبانو لاسته ورغلې ده.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین