۰
انګلستان:

یو ځوان یوه مېرمن په چاړه وژلې او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۰
د انګستان پلازمېنه لندن کې یو ۱۹ کلن ځوان پر خلکو د چړې برید کړی، یوه مېرمن یې وژلې او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
یو ځوان یوه مېرمن په چاړه وژلې او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي
د انګستان پلازمېنه لندن کې یو ۱۹ کلن ځوان پر خلکو د چړې برید کړی، یوه مېرمن یې وژلې او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د لندن ښار په مرکز کې شوې او سیمې ته پولیس رسېدلي دي.
ځايي امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په ځای کې یو ۱۹ کلن ځوان نیول شوی او د زندان روغتون ته وړل شوی دی.
دوی زیاته کړې، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې برید ګر رواني ناروغي درولده خو تاس خبري آژانس د پولیسو د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې دا هم له پامه نه ده غورځېدلې، چې ښايي دغه یو تروریستي برید وي.
دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې د انګلستان چارواکو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره ۶۰۰ امنیتي چارواکي تازه په دندو ګمارلي دي.
جمهورآژانس:کابل
دویلو وړ ده؛ چې دغه برید په داسي حال کې وشو چې دانګلستان امنیتي چارواکو په همدې ورځ اعلان وکړ، چې د تروریزم پر ضد مبارزې په موخه ۶۰۰ تنه امنیتي چارواکي په دنده ګمارل شوي دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په اروپايي هېوادونو کې ورته بریدونه زیات شوي دي.
څو ورځې وړاندې په جرمني کې هم یو کس په ریل ګاډي کې پر خلکو د چاقو او تبر بریدونه کړي و او دغه راز په یوه کلیسا هم ورته برید شوی و.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین