۰

پاکستان له ګاونډېو هېوادونو سره د اړیکو پر پالیسۍ غونډه کړې

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۸
پاکستاني چارواکو له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د اړیکو پر پالیسۍ غونده کړې، خو تر اوسه یې پوره جزیات نه دي خپاره شوې.
پاکستان له ګاونډېو هېوادونو سره د اړیکو پر پالیسۍ غونډه کړې
پاکستاني چارواکو له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د اړیکو پر پالیسۍ غونده کړې، خو تر اوسه یې پوره جزیات نه دي خپاره شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه درې ورځې وړاندې په مرکز اسلام آباد کې پیل شوې چې تېره ورځ پای ته ورسېده.
په غونده کې پر لومړي وزیر نواز شریف، د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د کابینې وزیرانو او نورو چارواکو سربېره په یو شمېر هېوادونو کې د پاکستان سفیرانو هم ګډون کړی و.
راپورونه وايي په دغه درې ورځنۍ غونډه کې تر ډېره پورې له افغانستان، هند او امریکا سره پراړیکو خبرې اترې شوې دي.
پاکستان دغه ګام وروسته له هغې اخلي، چې دا مهال د ترهګرۍ پر ملاتړ د نړیوالو نیوکو او فشارونو لاندې دی او ځان ګوښی احساسوي.
که څه پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګډون د ځینو ګاونډیو هېوادونو سره د پالیسې پر بدلون غونډې کړې، خو وروسته یې پر خپل زړه تګلاره یون کړی دی.
خو دا چې دا ځل به پاکستان له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره څه ډول پالیسې او اړیکې پالي وخت به یې روښانه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین