۰

افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد ډله جوړه وي

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۵
افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د چین په ارومچي کې د تروریزم پر ضد د څلور اړخیزې همکارۍ او همږغۍ میکانیزم جوړ کړ.
افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد ډله جوړه وي
افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د چین په ارومچي کې د تروریزم پر ضد د څلور اړخیزې همکارۍ او همږغۍ میکانیزم جوړ کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه تېره ورځ د چین د شین جین د ایغور مېشتې کورواک ایالت په مرکز ارومچي ګې د څلورو هیوادونو په غونډه کې وشوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهین، د چین لوی درستیز جنرال فانګ فینګوۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د تاجکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د دفاع وزارت لومړي مرستیال برید جنرال کوبیدزاده ګډون کړی وو.
د څلور واړه هېوادونو استازو وویل چې ترهګرۍ او ترهګرو د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړی او دوی په بشپړ ډول د څلورو هېوادونو د ځواکونو له لوري د ترهګرو او سختدریځو پر ضد د اقداماتو ستاینه کوي.
د غونډې برخوال په یوه خوله سلا شوي، چې د سیمې امنیت او ثبات ته د ګواښونکو پر وړاندې به په خپل منځ کې همکاري کوي او د دې هدف لپاره د همکارۍ او همږغۍ څلور اړخیزه ډله جوړوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین