۰

جنرال رازق د کلدارو په کارولو بندیز لګولی

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۶
د جنوبي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر خلکو غږ کړی، چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د یوازې له افغانۍ کار واخلي.
جنرال رازق د کلدارو په کارولو بندیز لګولی
د جنوبي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر خلکو غږ کړی، چې په خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د یوازې له افغانۍ کار واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان کندهار مېشتو ته دغه خبردارۍ د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ورکړی دی.
نوموړي ویلي وروسته له دې هر هغه کس چې د افغانیو پر ځای کلداره وکاروي، وبه نیول شوي او څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي.
ښاغلي رازق په خبرپاڼه کې زیاه کړې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرتابه او مالیې وزارت له ټولو امنیتي ځواکونو په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د هېواد په بازارونو کې پر کلدراو او نورو کرنسیو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې یوازې افغانۍ وکاروي.
ده وویل«افغانستان زموږ ګډ کور دى، ملي ګټې، وياړونه او نېکمرغۍ مو شريکې دي، راځئ خپلې ګټې په ملي ګټو کې ولټوو او پر هر پړاو خپل ملي هويت وساتو»
جنرال وايي، له دغه غوښتنې سره سم که کوم څوک سرغړونه وکړي، د ماليې وزارت او افغانستان بانک له قانون سره سم به جريمه او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین