د پکتیا ولایتي شورا وایي وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت د مرکز ګردیز او ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لار تړلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا مرستیال جنت خان څمکنی زیاتوي، چې طالبانو له پرون سهار راهیسې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د څمکنیو ولسوالۍ د بګیاړ په سیمه کې د ګردېز- پټان پر لوه لار کانټینر اچولي او تړلې یې ده.
د هغه په وینا د دې لارې په تړلو سره له مرکز ، پټان، جانېخيلو، څمکنيو او احمدخيلو ولسوالېو لارې وتړل شوې.
خو د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې د لارې د خلاصون لپاره عمليات پيل شوي او په ياده سيمه کې د وسلوالو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم د وسله والو طالبانو له خوا دغه لار تړل شوې وه.
جمهورآژانس:پکتیا