۰

په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نېول شوی

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۰
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په بلخ کې یې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال نېولی دی.
په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نېول شوی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په بلخ کې یې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال نېولی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ملي امنیت موظفینو دغه کس د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د بلخ ولایت د دهدادی ولسوالۍ د شیراباد اړوند سیمه کې نېولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه زیاته نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوی کس میرویس رهبر نومیږي، چې د دولتي ځواکونو د فعالیتونو او تحرکاتو په اړه یې استخباراتي مالومات را غونډول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې میرویس رهبر د ترهګریزو بریدونو په طرح کولو کې پراخه ونډه درلوده چې په نیول کېدو سره یې د یو لړ ورانکارو پېښو مخه ونیول شوه .
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین