>> جمهور - امریکا افغان ځواکونو ته ۱۶۷۳ هاموې موټر پېري
 
۰

امریکا افغان ځواکونو ته ۱۶۷۳ هاموې موټر پېري

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۱
د امریکا دفاع وزارت د افغان ځواکونو لپاره د ۱۶۷۳ هاموې زغرګاډو د پېرلو په موخه له یوې کمپنۍ سره د ۳۵۶ ملیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
امریکا افغان ځواکونو ته ۱۶۷۳ هاموې موټر پېري
د امریکا دفاع وزارت د افغان ځواکونو لپاره د ۱۶۷۳ هاموې زغرګاډو د پېرلو په موخه له یوې کمپنۍ سره د ۳۵۶ ملیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون له اې ایم جنرال کمپنۍ (AM General) سره لاسلیک شوی.
په تړون کې له یادې کمپنۍ غوښتل شوي چې افغان ځواکونو ته ۱۲۵۹ (M۱۱۵۱A۱B۱) او ۴۱۴ (M۱۱۵۲A۱B۲) ماډل زغرګاډي جوړ کړي.
د تړون له مخې به؛ اې ایم جنرال کمپنۍ به د ۲۰۱۷ د جولای تر ۲۹ پوري ټول زغرګاډي جوړ او وسپاري.
امریکا ادعا کړې، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د امنیتي ځواکونو پر روزلو او تجهیزولو تر ۶۰ ملیاردو زیات ډالر لګولي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین