۰

په افغانستان کې نږدې دوه سوه پټ توقیف ځایونه فعال دي

شنبه ۹ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۵
د بشري حقونو د څار سازمان نوی راپور ښيي چې په افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پټ توقیف ځایونه فعال دي، چې د پولیسو، د ملي امنیت او ملي اردو له خوا اداره کېږي.
په افغانستان کې نږدې دوه سوه پټ توقیف ځایونه فعال دي
د بشري حقونو د څار سازمان نوی راپور ښيي چې په افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پټ توقیف ځایونه فعال دي، چې د پولیسو، د ملي امنیت او ملي اردو له خوا اداره کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور زیاته کړې، چې په دې توقیف ځایونو کې لویه برخه بندیان هغه ماشومان دي چې له طالبانو سره د اړیکو، همکاري او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو په تور نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي، یوازې په پروان ولایت کې د دفاع وزارت په یوه توقیف خونه کې په تېر ۲۰۱۵ کال کې ۱۶۶ ماشومان د بېلابېلو امنیتي سرغړونو په تور بندیان شوي وو.
په دې ډله کې هغه ۵۳ تورن ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو ټيټ دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین