۰

عمران خان وایي طالبان ترهګر دي باید وځپل شي

شنبه ۹ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، طالبان ترهګر دي او باید وځپل شي.
عمران خان وایي طالبان ترهګر دي باید وځپل شي
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي، طالبان ترهګر دي او باید وځپل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، چې طالبان ښه او بد نه لري، بلکې ټول ترهګر دي.
خان چې مخکې یې د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کاوه او روان کال یې هم سلګونه زهر کلدارې له هغو مدرسو سره مرسته کړې چې ویل کېږي، ترهګر روزي زیاته کړې، چې باید د ټولو طالبانو پر وړاندې یو شان مبارزه وشي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د ښو او بدو طالبانو کلیمه ځينو خلکو د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره جوړه کړې ده.
د تحریک انصاف مشر زیاته کړې، چې په پاکستان کې میشت طالبانو د بهرنیو استخباراتي کړیو غلامان او جاسوسان دي چې یوازې غواړي په پاکستان کې بد امنۍ جوړې کړي.
عمران خان د پاکستان یو له هغو سیاستوالو دی، چې نه یوازې په افغانستان کې یې طالبان په حقه ګڼل بلکې په پاکستان کې یې ورته درسمې دفترونو او کارځایونو غوښتنه کړې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین