د پلازمېنې کابل ښار د يوولسمې امنيتې حوزې اړوند د لېسې مريم په سيمه کې د پوليسو پر رېنجر د مقناطيسي ماين د چادونې له امله يو تن پوليس ټپی شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه شاوخوا دوه نیمې بجې د لېسې مريم د زمزم مارکېټ مخې ته د پوليس په رېنجر موټرکې ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين امله رامنځ ته شوې.
عیني شاهدان وايي، په چاودنه کې یو پوليس ټپي شوی دی.
عیني شاهدانو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو وايي، چادونې ته نږدې د يو شمېر هټيو ښېښې ماتې شوې دي.
امنيتي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دې پېښې مسووليت هم چا نه دی منلی.
جمهور آژانس:کابل