۰

پاکستان تر دوشنبې وزیر کډوالو ته د نوم لیکنې وخت ورکړ

پنجشنبه ۷ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۲
پاکستان په افغانستان کې مېشتو وزیرستاني کډوالو ته تر راتلونکې دوشنبې پورې وخت ورکړی، چې پاکستان ته د بېرته ستنېدو له پاره نوم لیکنه وکړي.
پاکستان تر دوشنبې وزیر کډوالو ته د نوم لیکنې وخت ورکړ
پاکستان په افغانستان کې مېشتو وزیرستاني کډوالو ته تر راتلونکې دوشنبې پورې وخت ورکړی، چې پاکستان ته د بېرته ستنېدو له پاره نوم لیکنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کډوالو اداره یا یو ان اېچ سي ار وایي، دا مهال د وزیرستان نه افغانستان ته نېږدې ۲۹۱۰۰۰ کسان اوښتي دي او په جنوب ختیځو ولایتونو کې مشت شوي دي.
د دغه کډوالو ډېری یې په خوست ولایت کې مېشت دي خو پاکستان هڅه کوي، چې دوی بېرته له ډېورنډ پورې غاړې ته ستانه کړي.
پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ رسما اعلان وکړ چې دغه کورنۍ دې د اګست تر اوله پورې د رجستریشن او تصدیق فورمې ورته وسپاري.
چارواکو ویلي دي چې فورمې یې دغو کورنیو ته ورکړي دي او ګواښ یې کړی هغه کورنۍ چې دغه فورمې ورنه کړي وزیرستان ته د بېرته ستنېدو په برخه کې به له نامعلومه ستونزو سره مخ شي.
په ورته وخت کې په وزیرستان کې د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي کامران افریدي ویلي دي چې که څه هم پاکستان په افغانستان کې د وزیرستان د بې ځایه شوو کورنیو د بیرته ستنیدو لپاره هڅې کړې دي خو تر تیرې اونۍ یوازې ۱۰ فیصده خلګو د بیرته ستنیدو لپاره خپلې فورمې ورته سپارلي وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین