۰
زاخیلوال:

یو شمېر افغان سوداګر له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېږي

پنجشنبه ۷ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۷
راپورونه وايي، په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغان سوداګرو پتیلې، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او دلته پانګونه وکړي.
یو شمېر افغان سوداګر له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېږي
راپورونه وايي، په پاکستان کې یو شمېر مېشتو افغان سوداګرو پتیلې، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او دلته پانګونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېوال کړې ویلي،په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان سوداګرو ورسره هېواد ته د ستنېدو ژمنه کړې ده.
د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي زاخېلوال پر خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار په سيمه کې د مېشت افغان سوداګرو يوه پلاوي نن ورسره وليدل.
نوموړي ویلي، چې په دې کتنه کې افغان سوداګرو خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره تياری وښود او موږ هم ورسره په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته وخت په نوښار کې مېشتو افغان سوداګرو ويلي چې د درې سوه ميليونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت څه د پاسه درې زره مغازې لري او د ګڼو سوداګريزو ودانيو څښتنان دي.
افغان سوداګرو په داسې حال کې هېواد ته د بېرته ستنېدو هوډ کړى چې په دې وروستيو کې د پاکستاني ځواکونو د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل کړې ده.
څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې پاکستان د یوه مکتوب له لارې دلته مېښتو افغان سوداګرو ته له دغه هېواده د وتلو ویلي دي.
په راپور کې راغلي و، چې پاکستان نېږدې ۱۲ سوه افغان سوداګرو ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې په دې موده کې خپل کاروبار وتړي او خپل مکلیتونه وپلوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین