په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه وايي داعش ډله په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې او له ماتې سره مخ ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکايي ځواکونو ویاند چارلز کلیفلنډ له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده او په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو تر سخت فشار لاندې ده. نوموړي په کابل کې د شنبې برید ته په اشارې ویلي چې دا د داعش ډلې کومه وړتیا نه ده نه بلکې بشري ضد جنایت دی.
د داعش ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو تر ټولو سخت عملیات په ننګرهار ولایت کې پیل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی، چې په افغانستان کې د داعش جرړې وباسي.
د ولسمشر له امر سره سم افغان ځواکونه لاس په کار شوي، او په تېره یوه اوونۍ کې یې د داعش لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوازې تېرې ورځ د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالۍ کې د داعش د نظامي مسؤول سعد امارتي په ګډون ۱۲۲ داعش وسله وال د افغان ځواکونو له خوا و وژل شول او ۲۰ نور ونیول شول.
د دې تر څنګ د داعش یو لوی مرکز هم د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو.
د سیمې اوسېدونکي وايي، داعش له ماتې سره مخ دی او ګڼې سیمې یې پرېښې دي.
جمهور آژانس:کابل