ډیموکراتانو ګوند هیلري کلنټن رسماً د امریکا جمهوري ریاست ته کاندیده کړه.
هیلري کلنټن باید د ډیموکرات ګوند د ۴۷۶۹ استازو له ډلې یې د ۲۳۸۲ استازو ملاتړ او رایې ګټلې وای، چې د امریکا د ۲۰۱۶ کل د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند کاندیده شي، خو هغې تر اړتیا وړ ډېرې رایې وګټلې او رسما کاندیده شوه.
د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون د دویمې ورځ مهم کار د هیلري کلنټن نومول وو.
هغه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ میرمن شوه، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته رسمآ کاندیدیږي.
میرمن کلنټن به اوس د نومبر په میاشت کې د دونلډ ترمپ په وړاندې سیاليکوي. سره له دې چې، برني سندرز د میرمن کلنټن په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ نه لاس په سر شوی و، خو د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په لست کې یې نوم و.
جمهور آژانس:کابل