۰

ننګرهار کې د داعش د سوق او ادارې مرکز نېول شوی

سه شنبه ۵ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۰
افغان پوځ د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش هغه سوق او اداره په کنډواله بدل شوې چې جګړه يې ترې تنظيموله او خپل مخالفين يې په کې محاکمه کول.
ننګرهار کې د داعش د سوق او ادارې مرکز نېول شوی
افغان پوځ د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش هغه سوق او اداره په کنډواله بدل شوې چې جګړه يې ترې تنظيموله او خپل مخالفين يې په کې محاکمه کول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کوټ ولسوالۍ سرای بازار سيمه کې د داعش وسله والو دغه مرکز د کومانډو ځواکونو د عملياتو پر مهال نيول شوی
د داعش مرکز چې اوس په کې له وسله والو پاتې شوي اسناد او توکي تصفيه کېږي د مرکز او ځینو هټيو پر دېوالونو د داعش بيرغونه رسامي شوي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا رييس ارکان ډګروال جان محمد په ياده سيمه کې خبریالانو ته وويل، دا نيول شوی ځای په کوټ کې د داعش وسله والو ستر مرکز و، جګړه یې له همدې ځایه رهبري کوله.
د ځانګړو عملياتو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن غلام حضرت وويل داعشيان د ځايي خلکو په کورونو کې پټ شوي او وسله واله نښته کوي.
امنیتي ځواکونه وايي په سیمه کې داعش ډلې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ کړي او څاروي یې ورته وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالۍ کې د داعش د نظامي مسؤول سعد امارتي په ګډون ۱۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۰ ژوندي نیول شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین