۰
رمضان قدیروف:

افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د ترهګریو او وژنو لامل امریکا ده

سه شنبه ۵ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۳
د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف وايي، امریکا په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په وژنه لاس پورې کوي او هغه ته یې بېل نومونه ورکړي دي.
افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د ترهګریو او وژنو لامل امریکا ده
د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف وايي، امریکا په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو په وژنه لاس پورې کوي او هغه ته یې بېل نومونه ورکړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رسنۍ د قدیروف له خولې ویلي، چې امریکا په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې د ترهګریو او وژنو لامل ده.
ښاغلي قدیروف زیاته کړې، چې په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده او ټوله نړۍ په دې لګیا ده چې هغه ته حل لاره پیدا کړي خو د افغانستان د جګړې له منځه وړل د امریکا په لاس کې دي.
نوموړي ویلي که امریکا وغواړي په افغانستان کې په دوو کلونو کې هر څه سمېدلی شي خو په وینا یې امریکا غواړي چې په سیمه کې بې ثباتي تل پاتې او اوږده وي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو لامل هم امریکا وه او اوس روانه جګړه او په ټولو اسلامي هېوادوونو کې د امریکا د ناوړه پلانونو یوه برخه ده.
هغه ویلي امریکا او ناټو په سیمه کې پوره ځواک لري او کولی شي له خپل قوت په استفادې په افغانستان کې وژنو او نا امنیو ته په ډيره لنډه موده کې د پای ټکی کېږدي، خو له روانې جګړې ښکاري چې دوی په خپلو ژمنو کې رښتیني نه دي.
باید وویل شي، چې قدیروف په کابل کې پر وروستي ځانمرګي خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې د امریکا شوم پلانونه غندي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین