۰
جنرال رولنګ:

هلمند کې به امنیتي وضعیت په ډېر لږ وخت کې ښه شي

سه شنبه ۵ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۵
په سویل لوېدیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال انډریورولنګ وايي، په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو له دفاعي حالته تعرضي حالت ته وتلي او طالبان یې سخت کمزوري کړي دي.
هلمند کې به امنیتي وضعیت په ډېر لږ وخت کې ښه شي
په سویل لوېدیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال انډریورولنګ وايي، په هلمند ولایت کې افغان ځواکونو له دفاعي حالته تعرضي حالت ته وتلي او طالبان یې سخت کمزوري کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال رولنګ د طالبانو د کمزوري کېدو لامل د حکومت له خوا د هلمند په ولایت اداره کې مثبت تغیرات او په ورته وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو همغږي په ګوته کړې.
په ۲۱۵ میوند قول اردو کې دغه امریکايي جنرال رسنیو ته ویلي، چې په هلمند کې د والي، د قول اردو د قوماندان او د پولیسو د قوماندان تر منځ ډېره ښه همغږي ده او په ډېر ښه ډول اجرائت کوي.
هغه زیاته کړې«افغان ځواکونو په سنګین او مارجه کې ګڼ وسله وال له منځه وړي، زما په نظر هلمند کې به امنیتي وضعیت په ډېر لږ وخت کې ښه شي.»
په ورته وخت کې جنرال رولنګ دا هم ویلي، چې دوی د لښكرګاه، سنګين او مارجې د امنيتي وضعيت د لا ښه والي لپاره ګڼ امنيتي پلانونه عملي كوي خو په وینا یې دا پلاونونه به د هلمند د رهبرۍ په سپارښتنه عملي كېږي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین