۰

ولسمشر غني او نواز شریف تلېفوني خبرې وکړې

سه شنبه ۵ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۲
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ولسمشر غني او نواز شریف تلېفوني خبرې وکړې
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته تلېفون وکړ او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د شریف له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي تېره ورځ ولسمشر غني ته تلېفون وکړ.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي شریف د کابل د شنبې د ورځې حمله، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، په کلکه وغندله او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړه.
سرچینه وايي، نواز شریف په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان له ترهګرۍ سره چې ګډ دښمن دی په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ پر زیاتولو کلک ولاړ دی.
ولسمشر غني وویل، دواړه هیوادونه د تروریزم له بدمرغۍ سره مخامخ دي چې د دواړو هیوادونو خلک کړوي. ده له نوازشریفه د افغانانو پر ناورین د خواشینۍ څرګندولو په خاطر مننه وکړه.
باید وویل شي، چې دا په وروستیو لسو ورځو کې، چې نوازشریف د زړه له جراحي عملیاتو وروسته خپل هیواد ته ستون شوی، د دواړو مشرانو دوهم ټېلفوني تماس دی.
نواز شریف یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ټينګار پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني درې ورځې وړاندې د پاکستان له جیونیوز تلوېزیون سره مرکه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د پوځي ځواک په دوه ګونې پالیسۍ نیوکه وکړه.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې صادق دی او ۱۱ ځلې یې د پاکستاني طالبانو پر مشر بریدونه وکړل، خو پاکستان تر اوسه پورې هېڅ داسې سند نه لري، چې وښي، هغوی په خپله خاوره کې د طالب مشرانو او حقاني شبکې پر ضد عملیات کړي و.
ولسمشر زیاته کړې وه، چې د وسله والو مشران په پاکستان کې علني غونډې کوي، په پاکستاني پاسفورټونو د پاکستان له هوايي ډګرونو سفرونه کوي او دغه راز ټپیان یې د پاکستان په روغتونونو کې درملنه کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین