۰

جاپان کې یو کس ۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سه شنبه ۵ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۲
په جاپان کې یو کس د معیوبینو په یوه مرکز برید کړی او د چاقو په ګزارونو یې ۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جاپان کې یو کس ۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په جاپان کې یو کس د معیوبینو په یوه مرکز برید کړی او د چاقو په ګزارونو یې ۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون د جاپان پلازمېنه توکیو لوېدیځ د جوساګامیرا په ښار کې رامنځ ته شوې ده.
جاپاني رسنۍ وايي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
دغه برید ګر چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی، ویل کېږي‌چې تر دې وړاندي‌یې د معیوبینو په همدغه اداره کې کار کاوه.
د جاپاني رسنیو د راپور له مخې له برید وروسته ۲۶ کلن بریدګر ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.
هغه په خپلو لومړنیو خبرو کې پولیسو ته ویلي چې دا کار ده کړی دی او هیله یې لرله چې معلول کسان له دې سیمې ورک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په المان کې هم یو تن په ریل ګاډي کې پر مسافرو د چاقو او تبر ګزارونه کړي و، چې یو شمېر کسان یې ټپیان کړي و، خو بریدګر د پولیسو له خوا وژل شوی وو.
دغه برید ګر ويل کېږي، پاکستانی و او د داعش ډلې سره یې تړاو درلو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین