۰

خوست کې د حقاني شبکې مشهور قوماندان وژل شوی

دوشنبه ۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۹
امنیتي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د حقاني شبکې یو مشهور قوماندان کرنیل وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي دي.
خوست کې د حقاني شبکې مشهور قوماندان وژل شوی
امنیتي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د حقاني شبکې یو مشهور قوماندان کرنیل وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قوماندان کرنیل ورځ د خوست ولایت په سپرې ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، د کمپاین ځواکونو او حقاني شبکې تر منځ په یاده ولسوالۍ کې نښته شوې، چې پر مهال یې قوماندان کرنیل وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې کرنیل د خوست د دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکی او په سیمه کې د حقاني شبکې مشهور قوماندان وو.
بل خو امنیه قوماندان وايي د خوست مرکز اړوند د خالصي په سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ نښته کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوی دي.
ده وویل، چې د مقابل لوري یو تن نیول شوی دی او نور یې په تېښته بریالي شوي، خو دا چې نښته د څه په سر رامنځ ته شوې په اړه یې څه ونه ویل.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین