۰

ننګرهار کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۱
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۴۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ننګرهار کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۴۳ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ځانګړو ځواکونو د اچین په بانډرخوله سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۱۷ داعشیان و وژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.
خبرپانه کاږي دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ په ژۍ سر سیمه کې د هوايي برید پر مهال پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په وژل شویو داعشیانو کې بهرنیان هم شامل دي او ګڼه شمېرې وسلې او مهمات یې هم له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ننګرهار کې د وسله والو پر ضد عملیات سخت شوي او په دغه موده کې تر ۲۰۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین