افغان
ولسمشر په دغه مرکه کې ویلي« موږ ۱۱ ځلې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضلالله پر ضد عملیات کړي، خو د پاکستان د ورته حملې یو ثبوت موږ ته راوښیۍ، پاکستان چې کوم عملیات په وزیرستان کې وکړل هغه یې خپل داخلي مشکل و، هېڅ داسې سند په لاس نه لري چې ثابته کړي، پاکستان دې د حقاني شبکې او د افغان طالبانو د مشرانو پر ضد عملیات کړي وي.»
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د پاکستان پر پوځي پالیسۍ نیوکه وکړه، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دوه ګونی چلند کوي.
ښاغلی غني وايي افغانستان ۱۱ ځلې د پاکستاني طالبانو د مشر پر ضد عملیات کړي، خو د پاکستان له خوا هېڅ داسې سند نشته چې ثابته کړي پاکستان دې د حقاني شبکې او افغان طالبانو د مشرانو پر ضد عملیات کړي وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د پاکستان له جیونیوز تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان څخه عملي اقدامات غواړي.
ولسمشر په دغه مرکه کې ویلي« موږ ۱۱ ځلې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضلالله پر ضد عملیات کړي، خو د پاکستان د ورته حملې یو ثبوت موږ ته راوښیۍ،
ښاغلي غني وړاند ویلي« دا خبره څوک ردولی شي چې د طالبانو دفترونه په کوټه کې دي؟ تاسې ورشئ هلته له طالبانو سره خبرې وکړئ، کهیې ادرس غواړئ، زه بهیې درکړم، طالبان په ازاده توګه استخدام کوي، مالي او لوجېستیکي ملاتړ یې کېږي، موږ یوولس ځله پر فضلالله بمباري کړې، دا چې هغه ۷ ساوې لري، زما مشکل نهدی، ایا تاسو د حقاني شبکې، ملا عمر او ملا منصور پر ضد د کومې حملې بېلګه راښودلی شئ؟ منصور له کراچۍ څخه د پاکستان په پاسپورټ سفرونه کول، آیا فضلالله په افغاني پاسپورټ له کابل، هرات یا کندهاره سفر کوي؟ وګورئ، کله چې هغوی ټپيان شي، درملنهیې کېږي او په اسلاماباد کې غونډې جوړوي»
پاکستان چې کوم عملیات په وزیرستان کې وکړل هغه یې خپل داخلي مشکل و، هېڅ داسې سند په لاس نه لري چې ثابته کړي، پاکستان دې د حقاني شبکې او د افغان طالبانو د مشرانو پر ضد عملیات کړي وي.»
افغان ولسمشر دا هم وویل، چې په پاکستان کې د وسله وال مشران علني غونډې کوي بهرنیو هېوادونو ته په پاکستاني پاسفورټونو او د پاکستان له هوايي ډګرونو تګ راتګ کوي، خو په افغانستان کې داسې هېڅ بېلګه نشته ده.
ښاغلي غني وړاند ویلي« دا خبره څوک ردولی شي چې د طالبانو دفترونه په کوټه کې دي؟ تاسې ورشئ هلته له طالبانو سره خبرې وکړئ، کهیې ادرس غواړئ، زه بهیې درکړم، طالبان په ازاده توګه استخدام کوي، مالي او لوجېستیکي ملاتړ یې کېږي، موږ یوولس ځله پر فضلالله بمباري کړې، دا چې هغه ۷ ساوې لري، زما مشکل نهدی، ایا تاسو د حقاني شبکې، ملا عمر او ملا منصور پر ضد د کومې حملې بېلګه راښودلی شئ؟ منصور له کراچۍ څخه د پاکستان په پاسپورټ سفرونه کول، آیا فضلالله په افغاني پاسپورټ له کابل، هرات یا کندهاره سفر کوي؟ وګورئ، کله چې هغوی ټپيان شي، درملنهیې کېږي او په اسلاماباد کې غونډې جوړوي»
ولسمشر محمد اشرف غني له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ولسونه سره وروڼه دي، خو له حکومت سره بهیې هغه مهال اړیکې ښې شي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ښاغلي غني زیاته
ښاغلي غني زیاته کړې«لومړی قدم دا دی چې دوی باید د معلومو ترورېستانو په لټه کې شي، دا معلومه خبره ده چې که دوی د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدام ونهکړي، موږ باور نهکوو، دویم قدم دا دی چې دوی باید د څلور اړخیزو غونډو ژمنې عملي کړي چې هغه د سوله خوښوونکو او جګړه خوښوونکو مخالفینو موضوع ده، هغه مخالفین چې سوله نهغواړي باید له پاکستانه بهر کړای شي.»
کړې«لومړی قدم دا دی چې دوی باید د معلومو ترورېستانو په لټه کې شي، دا معلومه خبره ده چې که دوی د ترهګرو پر وړاندې عملي اقدام ونهکړي، موږ باور نهکوو، دویم قدم دا دی چې دوی باید د څلور اړخیزو غونډو ژمنې عملي کړي چې هغه د سوله خوښوونکو او جګړه خوښوونکو مخالفینو موضوع ده، هغه مخالفین چې سوله نهغواړي باید له پاکستانه بهر کړای شي.»
ولسمشر په خپله دې مرکه کې ویلي، د افغانستان بهرنۍ پالېسي مستقله ده او له هر هېواد سرهیې اړیکې په بل هېواد بد اغیز نهشي کولای.
جمهورآژانس:کابل