۰

افغانستان به له هند څخه د چورلکو او وسلو غوښتنه وکړي

دوشنبه ۴ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۳
ټاکل شوې د افغانستان د پوځ درستیزوال سترجنرال شېر محمد کریم د یوه پلاوی په مشرۍ هند ته سفر وکړي او له دغه هېواد څخه افغان پوځ ته د چورلکو او وسلو غوښتنه وکړي.
افغانستان به له هند څخه د چورلکو او وسلو غوښتنه وکړي
ټاکل شوې د افغانستان د پوځ درستیزوال سترجنرال شېر محمد کریم د یوه پلاوی په مشرۍ هند ته سفر وکړي او له دغه هېواد څخه افغان پوځ ته د چورلکو او وسلو غوښتنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، د ښاغلي کریمي په مشرۍ به دغه پلاوی د راتلونکې اګست میاشتې په وروستیو کې هند ته سفر وکړي.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې جنرال کریمي به له یوه لېست سره هند ته ورشي او په دې لېست کې به د نورو (Mi-۲۵) او (Mi-۳۵) جنګي څرخکو غوښتنه وشي.
هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم هند ته د جنرال کریمي د سفر پخلی کړی او دي هندو ورځپاڼې ته یې ویلي، چې د پوځ درستیزوال به دلته پر دفاعي همکاریو د خبرو له پاره راشي.
هغه په خپلو خبرو خبرو کې ویلي« هند موافقه کړې چې زموږ له لوري ځیني نورې غوښتل شوې وسلې راکړي،په دې یې هم سلا کړې چې موږ ته نور هیلي کوپترونه راکړي، موږ د افغانستان له دفاعي سیکتور سره د هند د مرستو پر نورو برخو هم غور کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پرون یو پلاوی روسیې ته ولاړ تر څو د افغان هوايي ځواک له پاره د دغه هېواد څخه د چورلکې او نورې پوځي مرستې تر لاسه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین