۰

ننګرهار او کندوز کې ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شول

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۴
چارواکي وایي، په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو پر مهال ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
ننګرهار او کندوز کې ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شول
چارواکي وایي، په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو پر مهال ۱۰ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ننګرهار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله او په کندوز کې د یوې بمي چاودنې له امله دغه ولسي وګړي ټپیان شوي.
د ننګرهار د والي ویاند وایي، نن سهار د چپرهار ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري د توغول شوي هاوان د لګېدو له امله ۷ تنه ټپیان شوي.
نوموړي زیاته کړهو چې په ټپیانو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې هم شاملې دي، چې ټول د درملنې په موخه د مرکز جلال آباد روغتون ته رسول شوي.
بل خوا په کندوز کې سیمه ییز چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د ښار په منځ کې په یوه موټر پورې د مقناطسي ماین د چاودنې له امله درې تنه ولسي وګړي ټپیان شوي.
د پېښې ټپیان هم روغتون ته رسول شوي او پولیسو په اړه پلټنې پیل کړې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د دواړو پېښو مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین