۰

ننګرهار کې ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي دي

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي دي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ځانګړو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ځانګړو عملیاتو کې د کوټ ولسوالۍ په پروشاخیل سیمه کې ۳۸ داعش وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې په عملیاتو کې د داعش د وسلو یوه زېرمه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم په کوټ او چین کې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو د سختو عملیاتو خبر ورکوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، افغان ځواکونو پر داعش وسله والو کړۍ تنګه کړې او ډېرې داعش کورنۍ دا مهال له سیمې په تېښته دي.
باید وویل شي، چې ننګرهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر او هلته افغان ځواکونو ته د داعش پر وړاندې د غوڅو عملیاتو له امر ورکولو وروسته په دغه ولایت کې د وسله والو پر وړاندې عملیات سخت شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین