۰
حامد کرزی:

د هېواد دښمنان غواړي په ورته بریدونو تعصباتو ته لمن ووهي

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۰
پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي افغانان دې نه پرېږدي چې د هېواد دښمنان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د هېواد دښمنان غواړي په ورته بریدونو تعصباتو ته لمن ووهي
پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي افغانان دې نه پرېږدي چې د هېواد دښمنان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په کابل ښار کې د نني ځانمرګي برید په اړه ژور خفګان څرګند کړی دی او یاد عمل یې په کلکو ټکو غندلی دی.
سرچینه د ښاغلي کرزي له قوله وایي، د هېواد دښمنان غواړي د ورته بریدونو له لارې، مذهبي او ژبنیو تعصبونو ته لمن ووهي.
نوموړي پر ولس
سرچینه د ښاغلي کرزي له قوله وایي، د هېواد دښمنان غواړي د ورته بریدونو له لارې، مذهبي او ژبنیو تعصبونو ته لمن ووهي.
یې غږ کړی چې د هېواد دښمنانانو ته اجازه ور نه کړي څو خپلو موخو ته ورسېږي.
کرزي زیاته کړې، چې لاریون او مدني خوځښت د هر افغان حق دی او هر څوک کولی شي له سوله ییزې لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
خو په وینا یې هغه کسان چې له ورته فرصتونو په استفادې بې ګنا خلک وژني د بشریت ضد جنایت ترسره کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې حامد کرزي ټپیانو ته عاجله شفا او شهیدانو ته د فردوس جنت استدعا کړې ده.
باید وویل شي، چې د کابل د تېرې ورځې په برید کې د روښنایۍ غورځنګ په لاریون کوونکو وشو، لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۴ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دغه برید د ابو علي په نوم د دوی یو کس کړی دی.
ولسمشر غني دغه برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې له داعش ډلې به غچ اخلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین