۰

ولسمشر غني وایي له داعش به د پروني برید غچ اخلي

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې ورځې خونړۍ برید یو ځل بیا په کلکه غندلی او وايي د دغه برید غچ به له داعش ډلې اخلي.
ولسمشر غني وایي له داعش به د پروني برید غچ اخلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېرې ورځې خونړۍ برید یو ځل بیا په کلکه غندلی او وايي د دغه برید غچ به له داعش ډلې اخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د علماوو د سرتاسري شوری د غړو، اهل تشيع د يو شمير علماوو او لوړ پوړو دولتي چارواکو سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه به له داعشيانو د ځانمرګي بريد غچ واخلي.
ښاغلي غني اړوندو مسئولينو ته لارښوونه کړې چې د شهيدانو د کورنيو سره د هغوی په تکفين کې مرسته وکړي، او د ټپيانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
ولسمشر همدارنګه نن ورځ په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
افغان ولسمشر وویل، چې د لوی څارنوال په مشرۍ يې د ملي دولتي او غير دولتي شخصيتونو يو ګډپلاوي ته دنده سپارلې چې د دې پېښې تحقيقات وکړي.
باید وویل شي، چې کابل د تېرې ورځې په خونړي برید کې چې په لاریون کوونکو وشو ۸۰ تنه و وژل شول او ۲۳۴ تنه ټپیان شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین