۰

پوتین د کابل برید غندلی او د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې یې ټينګار کړی

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۵
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او په دې اړه یې ولسمشر محمد اشرف غني ته د ډاډګېرنې پیغام لېږلی دی.
پوتین د کابل برید غندلی او د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې یې ټينګار کړی
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او په دې اړه یې ولسمشر محمد اشرف غني ته د ډاډګېرنې پیغام لېږلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنۍ د کریملین له قوله وايي، د روسیې ولسمشر و لادیمیر پوتین د کابل د شنبې د ورځې له ځانمرګو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته پیغام استولي.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې پوتین په دې پیغام کې د تروریزم له ټولو ډولونو سره د ګډې مبارزې لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.
روسي رسنۍ د کریملین ماڼۍ د اعلامیې پر اساس وايي«د روسیې دولتمشر(د دولت ريیس) د سوله ییزو ښاریانو پر ضد جنایت په کلکه غندي او د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې له افغان چارواکو او ولس سره تر ټولو فعالې همکارۍ ته تیاري ښيي.»
ولسمشر غني دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې له دښمن څخه به غچ اخلي.
دغه برید د نړیوالې ټولنې، امریکا او پاکستان له خوا هم غندل شوی او دا یې یو نه بښنونکی جنایت بللی دی.
په کابل کې تېره ورځ د روښنایۍ غورځنګ پر لاریون کوونکو ځانمرګی برید وشو چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۸۰ تنه په کې وژل شوي او ۲۳۱ نه زیات کسان ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین