۰

نړیوالې ټولنې امریکا او پاکستان د کابل برید غندلی

يکشنبه ۳ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۳
نړیوالې ټولنې امریکا او پاکستان کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ برید چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی.
نړیوالې ټولنې امریکا او پاکستان د کابل برید غندلی
نړیوالې ټولنې امریکا او پاکستان کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ برید چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روښنایۍ غورځنګ په لاریون کوونکو ځانمرګی برید وشو، چې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره ۸۰ تنه په کې وژل شوي او تر ۲۳۱ تنو زیات ټپیان شوي دي.
د برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه واخیسته او زیاته یې کړه چې دا برید د دوی یوه کس د ابو علي په نامه طرحه کړی
ولسمشر اشرف غني برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې له داعش ډلې به غچ اخلي...
نړیوالي ټولنې هم دغه برید غندلی او هغه یې جنګي جنایت په ګوته کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي تاداميچی یاماموتو ویلي پر ملکي وګړو برید جنګي جنایت دی او دا ډول جرم هېڅ وخت د بښلو نه دی.
نوموړي ویلي چې یاد برید د بشریت د دښمنانو کار دی.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې د افغانانو د وینو تویونکي به پخپلو موخو کې کامیبا نشي او دوی هېڅ وخت د افغانستان او افغانانو استازیتوب نشي کولی.
دغه راز د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم یاد برید غندلی او ویلي یي دي چې هېواد یې د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین