په ننګرهار ولايت كې د داعش د يوې پنځوس کسيزې ډلې مرستيال صداقت د سولې بهير سره يو ځای او له جګړې لاس په شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې صداقت ویلي، د داعشيانو ظلمونه ورته نور زغملو نه و، ځکه يې له جګړې لاس واخیست.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د صداقت له قوله راغلي، د عمر فاروق په نوم د داعش د پنځوس کسيزې ډلې د مرستيال دنده يې درلوده.
نوموړي زیاته کړې، کله چې يې د داعش وحشيانه ظلمونه وليدل، له يو کلن فعاليت وروسته يې له جګړې لاس واخيست. هغه زياتوي، داعشيان په بې رحمانه ډول د اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستنې بې ګناه وګړي وژني او په دغې چارې پردي خوشاله ساتي.
جمهورآژانس:ننګرهار