۰

د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه ورکه شوې ده

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۰
د هند هوايي ځواک ویلي، یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه یې د بنګال خلیج پر سر ترۍ تم شوې ده.
د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه ورکه شوې ده
د هند هوايي ځواک ویلي، یوه پوځي ترانسپورتي الوتکه یې د بنګال خلیج پر سر ترۍ تم شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ځواک زیاته کړې، چې دغه انتونوف – ۳۲ ډوله ترانسپورتي الوته له چینای (مدراس) نه په ځايي وخت اته نیمې بجې پورته شوې ده.
هندي چارواکو زیاته کړې، چې په دغه الوتکه کې تر ۲۰ ډېر کسان پکې سپاره وو او په پام کې وه، په ځايي وخت ۱۱ نیمې بجې ښکته شي خو د بنګال خلیج پر سر ترۍ تم شوې ده.
ویل کېږي، په الوتکه کې سپاره کسان ملاکا ته څېرمه ټاپوګانو ته نژدې د هند پوځي اډې ته لېږدول کېدل.
د هوايي ځواک یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د الوتکې موندلو لپاره ژغورونکو الوتکو او بېړیو لټون پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د هند هوايي ځواکونه وايي، دوی تر ۱۰۰ ډېرې انتونوف -۳۲ ډوله الوتکې لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین