۰

له کابل څخه تښتول شوې هندۍ مېرمنه خوشې شوه

شنبه ۲ اسد ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۲
د هندوستان د بهرنيو چارو وزېرې اعلان کړې، چې له کابل ښار څخه تښتول شوې هندۍ مېرمنه جودت ډی سوزا د سړي تښتوونکو له منګولو خوشې شوې ده.
له کابل څخه تښتول شوې هندۍ مېرمنه خوشې شوه
د هندوستان د بهرنيو چارو وزېرې اعلان کړې، چې له کابل ښار څخه تښتول شوې هندۍ مېرمنه جودت ډی سوزا د سړي تښتوونکو له منګولو خوشې شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سوزا په نامه دغه ٤٠ کلنه هندۍ مېرمنه چې د اغاخان بنسټ موسسې سره يې کار کولو.
نوموړې د روان لمريز کال د غبرګولي په ٢٠مه په کابل کې د څلورمې حوزې اړونده له قلعه فتح الله سيمې څخه د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوې وه.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج د زمري په ٢مه،
اغلې سوراج ویلي« زه نن ډېره خوشحاله يم، تاسو ته خبر درکووم، چې مېرمن ډي سوزا خوشې شوې ده.»
اعلان کړې، چې نوموړې په خوندي توګه خوشې شوې ده.
اغلې سوراج ویلي« زه نن ډېره خوشحاله يم، تاسو ته خبر درکووم، چې مېرمن ډي سوزا خوشې شوې ده.»
د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان له حکومت څخه مننه کړې، چې د مېرمن ډيسوزا په خوشې کولو کې يې مرسته کړې ده.
د مېرمن سوراج په وينا، دوى له افغان چارواکو سره د دغې مېرمنې د خوشې کولو لپاره په پرله پسې توګه په اړيکه کې و.
دغه راز هغې په کابل کې د هندوستان د سفير منپريت وهرا د هلو ځلو ستاينه هم کړې ده.
د يادونې وړ ده چې، د مېرمن ډي سوزا تر تښتول کېدو وروسته د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي له افغان ولسمشر اشرف غني څخه د هغې د پيدا کولو غوښتنه کړې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین